د هېواد په شپږ ولایتونو کې (۳۹) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۲۱
njat_39_zn_dr_6_wlayt.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په غزني، غور، بلخ، نیمروز،هلمند او پکتیکا ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۳۹) مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس له ستونزو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې کورني ظلم، نفقې نه ورکړې، روحي او فزیکي ځورونې  او ورته ناوړه پېښو سره مخ وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۰
Background image

محتسبینو په غزني او پکتیا ولایتونو کې درې مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیا او غزني ولایتونو  محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا درې  مېرمنې، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۴۵
Background image

محتسبینو په پکتیا او لوګر ولایتونو کې شپږ مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورلې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په لوګر او پکتیا ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه شپږ مېرمنې، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۹:۸
Background image

محتسبینو د هېواد په (۱۰) ولاتونو کې (۱۷)شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د  فراه، ننگرهار، میدان وردک، بادغیس، سمنگان، کابل، بغلان، تخار، دایکندي او سرپل ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS