د هېواد په شپږ ولایتونو کې (۲۷) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۸:۳۴
dr_shsh_wlayt_27_zn_njat_yaft.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په بلخ، غزني، نیمروز، تخار، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۲۷) مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس له ستونزو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې کورني ظلم، نفقې نه ورکړې، روحي او فزیکي ځورونې  او ورته ناوړه پېښو سره مخ وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د هېواد په درې ولایتونو کې څلور مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورل شوې

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیا، ننګرهار او کنړ ولایتونو  محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا څلور مېرمنې، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۸:۴۶
Background image

محتسبینو په تخار او بلخ ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دې

  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د بلخ او تخار ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۸:۳۴
Background image

د هېواد په شپږ ولایتونو کې (۲۷) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په بلخ، غزني، نیمروز، تخار، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په. . .

BACK TO NEWS