د هېواد په اتو ولایتونو کې (۲۰) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۸
dr_hsht_wlayt_20_zn_az_zlm_njat_yaft.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په پکتیکا، فاریاب، نیمروز، کاپیسا،بغلان، فراه، ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۲۰) مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس له ستونزو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو کورنیو له لوري د ناوړه دودونو او بې معنی غیرتونو په اساس ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د هېواد په اتو ولایتونو کې (۲۰) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په پکتیکا، فاریاب، نیمروز، کاپیسا،بغلان، فراه، ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت، د ټولنیز  او اخلاقي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۹
Background image

محتسبینو په درې ولایتونو کې (۱۰) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په کنړ، بامیان او هلمند ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۱۰) مېرمنې،. . .

BACK TO NEWS