د میدان وردګو ولایت د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو رئیس مولوي محمد عالم ناصح پخپل کار ځای کې د سویډن مؤسسې له غړو سره وکتل.

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۷ - ۸:۴۰
popvear

چې په یاده لیدنه کې د نوموړې مؤسسې غړو د یو لړ پوښتنو تر څنګ وویل چې دوی په افغانستان کې د ښځو تعلیم او د خارجي مؤسسو فعالیتونو ته اندېښمن دي چې په وینا یې دغه اندښنې ښایي زموږ فعالیتونه له ځنډ سره مخ کړي .

همدا راز دوی خواشیني څرګنده کړه چې د اسلامي امارت برخورد به له هغو بهرنیو مؤسساتو لکه:
یونیسف،سویډن...او نورو خارجي مؤسساتو سره څه وي چې په افغانستان کې فعالیت تر سره کوي 

یادې ناستې ته ښاغلي ناصح پخپلو خبرو کې وویل:

افغان ملت یو کړېدلی ملت دی هر څوک چې له موږ سره ددې کړېدلي ملت په هوساینه او بډاینه کې برخه اخلي اسلامي امارت یې مخه نه نیسي خو چې دا فعالیتونه زموږ له ملي منافع و سره په ټکر کې نه وي او د تېر په څېر د پردي کلچر او کلتور هینداري نه وي په آزادانه ډول کار او فعالیت کولی شي ځکه چې تر بل هر وخت ورته اوس دکار او فعالیت زمینه برابره ده ځکه چې تر پخوا اوس لله الحمد افغانستان امن دی.

ورپسې نوموړي پخپلو خبرو کې وویل:
اسلام هیڅکله هم دښځو د تعیلم مخنیوی نه دی کړی او نه اسلامي امارت دا غواړي چې دټولنې نیمایي برخه دي بې سواده پاته شي .
چې په خبره یې دیو کاري او منظم پلان او دشیخ صیب له حکم وروسته به ان شاءالله هر څه پخواني حالت ته وګرځي.

نوموړي زیاته کړه کوم حقوق چې د اسلام دین ښځې ورکړي بل هیڅ کوم مذهب او نظام نه دي ورکړي چې په خبره یې دا داسلام دین وه چې ښځه یې له غلامۍ او ژوندي خښېدو خلاصه کړه او ښځې ته یې د ژوند کولو حق ورکړ.

نوموړي زیاته کړه دلته شل کلن کفري اشغال تېر شوی په لکونو اسباب دمسلمانانو دبې حیایۍ،بې عزتۍاو دافکارو د خرابېدو پخاطر په کار اچول شوي وه تر څو چې دغه اصلاح نشي او ټولنه په یو سالم لوري رهبري نشي د نجونو تعلیم او بل هر پرمختګ بې ګټې او بې فایدې دی چې په خبره يې که امریکا نشته امریکایت لا په ټولنه کې شته دی چې اوس هم ډېری وګړي د پردي کلچر او کلتور تر تاثر لاندې دي .

د ناستې په اخر کې ناصح بیا هم د یادې مؤسسې غړو ته د هر ډول مرستې او همکاري ډاډ ورکړ او له دوی یې وغوښتل چې له فعالیتونو نه باید اړوند مسؤلین خبر او په جریان کې کړي او فعالیتونه یې باید داسلامي اصولوپه چوکاټ کې وي .

چې د یادې مؤسسې مسؤلینو خوښي څرګنده کړه او د هر ډول مرستې او همکاري ډاډ یې ورکړ او ناسته د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۵۳
Background image

امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

۱- اصلاحي ناستې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناسمو دودونو د اصلاح او د عامه پوهاوي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

محتسبینو په اتو ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو سره د قانون د تطبیق په موخه ناستې وکړې

 محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په جوزجان، بلخ، بغلان، زابل، میدان وردګ، تخار او بامیان ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو د سره د امربالمعروف وزارت د قانون د تطبیق او په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۴
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د اولې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د اولې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو. . .

BACK TO NEWS