د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په پکتیکا او هلمند ولایتونو کې د محتسبینو لپاره څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۱۵
dr_khwst_yk_dkhtr_njat_yaft.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په پکتیکا او هلمند  ولایتونو کې د قانون اورولو، د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له خلکو سره د غوره چلند کولو او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل.

دا څلور ورځني روزنیز سمینارونه، چې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست د جیدو شیوخو کرامو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې پکې د قانون اورولو سر بېره د محتسبینو ظرفیت لوړونه، له خلکو سره غوره چلند او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې.

له محتسبینو وغوښتل شول، چې په دعوتي برخه کې له غوره اسلوب څخه کار واخلي او پر هغږی یې ټینګار وکړ، چې په ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي په موخه دي عامو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

دغه راز محتسبین د روزنیزو سمینارونو دا لړۍ د ځان په ګټه بولي او زیاتوي، چې له دې سره به په ټولنه کې د ډېری منکراتو مخه په ښه ډول ونیول شي او دوی به تر پخوا په قوي ډول د ټولنې د سمون لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. 

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو له لوري د هېواد په نورو ولایتونو کې هم سمینارونه پای ته رسېدلي چې د روزنیزو سمینارونو دا لړۍ به دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS