د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په سرپل ولایت کې د محتسبینو لپاره څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۱۳
ph_srpl_symarwnw_khtm_w_shw.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په سرپل ولایت کې د قانون اورولو، د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له خلکو سره د غوره چلند کولو او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.

دا څلور ورځنی روزنیز سمینار، چې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست د جیدو شیوخو کرامو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې پکې د قانون اورولو سر بېره د محتسبینو ظرفیت لوړونې، له خلکو سره غوره چلند او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې.

ورته مهال د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان په اساس چې په حج، عمرې، ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي په موخه دی له محتسبینو وغوښتل چې په تړاو یې عامو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

دغه راز محتسبین د روزنیزو سمینارونو دا لړۍ د ځان په ګټه بولي او زیاتوي، چې له دې سره به په ټولنه کې د ډېری منکراتو مخه په ښه ډول ونیول شي او دوی به تر پخوا په قوي ډول د ټولنې د سمون لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. 

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو له لوري په ټولو ولایتونو کې د روزنیزو سمینارونو لړۍ روانه ده، چې ور سره به د دعوتي برخې په لا ښه سمون او په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۹:۴۱
Background image

پکتیا کې محتسبینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناسته وکړه

د پکتیا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ځینو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ په پار په جوړه شوې ناسته کې  وویل: رسنۍ په ټولنه کې د محراب او منبر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۹:۲۶
Background image

محتسبینو په بلخ، تخار، بغلان، او جوزجان ولایتونو کې اته مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورلې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په بلخ، تخار، بغلان او جوزجان ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه ۸ مېرمنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۹:۴۵
Background image

روزګان کې یوه مېرمن د محتسبینو په هڅو د میراث له شرعي حقونو برخمنه شوه

د روزګان ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغې مېرمنې. . .

BACK TO NEWS