د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په بادغیس ولایت کې د محتسبینو لپاره څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۵۲
symarnarwnw-badghys-8qws-1404.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په بادغیس ولایت کې د قانون اورولو، د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له خلکو سره د غوره چلند کولو او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.

دا څلور ورځنی روزنیز سمینار، چې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست د جیدو شیوخو کرامو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې پکې د قانون اورولو سر بېره د محتسبینو ظرفیت لوړونې، له خلکو سره غوره چلند او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې.

ورته مهال د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان په اساس چې په حج، عمرې، ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي په موخه دی له محتسبینو وغوښتل چې په تړاو یې عامو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

دغه راز محتسبین د روزنیزو سمینارونو دا لړۍ د ځان په ګټه بولي او زیاتوي، چې له دې سره به په ټولنه کې د ډېری منکراتو مخه په ښه ډول ونیول شي او دوی به تر پخوا په قوي ډول د ټولنې د سمون لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. 

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو له لوري په ډېری ولایتونو کې د روزنیزو سمینارونو لړۍ روانه ده، چې ور سره به د دعوتي برخې په لا ښه سمون او په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۹
Background image

د هېواد په شپږ ولایتونو کې (۱۰) مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورل شوې

  امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د نیمروز، بدخشان، پروان، بلخ، بادغېس او زابل ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا لس مېرمنې، چې د کورنیو غړو یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۶
Background image

روزګان کې محتسبینو یوه مېرمن له یو کلن کورني بند څخه وژغورله

د روزګان ولایت محتسبینو د خپلو هڅو په دوام او د مېرمنو د شرعي حقونو خوندیتوب په موخه  د دې ولایت په مرکز ترین کوټ خیرو کارېز سیمه کې یوه مېرمن، چې له تېر یوه کال راهیسې د کورنۍ د غړو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۵۷
Background image

بدخشان کې محتسبینوشپږ شخړې حل کړې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د بدخشان ولایت محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي. . .

BACK TO NEWS