د لوګر ولایت محتسبینو په بدو کې د یوې نجلۍ د ورکړې مخه ونیوله

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۷
lwgr_-_jlwgyry_az_dadn_yk_dkhtr-pshtw.jpg

د لوګر ولایت اړوند خوښي ولسوالۍ کې محتسبینو د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکړې مخه ونیوله.

د یادې ولسوالۍ د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو محتسبینو وزارت ته وویل چې د قتل دا قضیه له مخکې د دواړو خواوو ترمنځ موجوده وه چې بلاخره یې په دې تصمیم نیولی وو چې د قضیې د خلاصون لپاره به مقابل لوري ته نجلۍ په بدو کې ورکوي.

محتسبینو د موضوع په اړه سمدستي اقدام وکړ او دواړو اړخونو سره یې جلا جلا ناستې ترسره کړې. او د دې کار په بدو پایلو یې ورته خبرې وکړي او نوموړو ته یې وویل چې د دې کار په ترسره کولو سره د یوې بې ګناه او مظلومي خور حق تر پښو لاندې کېږي او اسلامي شریعت دې کار ته اجازه نه ورکوي

محتسبینو څرګنده کړه چې د بدو په توګه د نجلۍ ورکول د شریعت خلاف کار دی او هیڅوک حق نه لري چې په داسې غیرشرعي ډول د یوې مسلمانې خور حقونه تر پښو لاندې کړي.

محتسبینو دواړو اړخونو ته خبرداری ورکړ چې که چیرې په راتلونکي کې داسې ناوړه کړنې تکرار شي، نو د اسلامي امارت له خوا به پرې سخت شرعي او عدلي اقدامات وشي.

د یادلو ده چې محتسبینو د یادې دښمنۍ د حل په موخه یوه کميټه وټاکله چې موضوع د اسلامي شریعت په رڼا کې حل او فصل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS