د غزني ولایت محتسبین: هیڅ چاته به اجازه ور نکړو، چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي 

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۴:۳۱
d_ghzny_mhtsbynw_hych_chath_ajazh_nh_wrkwy_myrmnw_hqwqwnh_day_kwy.jpg

د غزني ولايت د امر بالمعروف ریاست محتسبینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د جوړ شوي قانون له مخې د دې ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یوه مېرمن، چې له تېرو دوولسو کلونو راهیسې د خسرګنۍ له لوري ظلم ور سره کېده او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وه له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه کړه.

په  دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف رییس وایي یاده مېرمن چې د جمال خېلو کلي اوسېدونکې ده، چې د خپلې خسرګنۍ له لوري له دوامدار فزیکي ځورونې، سپکاوي او بد چلند سره مخ وه او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه د محتسبینو په هڅو یادې مېرمنې ته خپل شرعي حقوق وسپارل شول.

محتسبینو د نوموړې مېرمنې د خسرګنۍ له غړو سره په اصلاحي ناسته کې د اسلام په مبارک دین کې د مېرمنو پر ارزښت او د هغوی د حقونو په تړاو خبرې وکړې او له هغوی څخه یې ژمنه واخیسته، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه تېره سرطان میاشت کې د مېرمنو (۱۲۰) بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې او ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د هغو ټولو بدو پېښو مخه نیسي، چې له امله یې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS