د امر بالمعروف وزارت مسلکي مرستیال د افغانستان د شیعه ګانو عالي کمیسیون پلاوي سره وکتل

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۸:۵۱
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسلکي مرستیال شیخ نور محمد حقاني په شيعه مېشتو سیمو کې د ناوړه دودونو مخنیوي په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله وروستي فرمان او د یاد وزارت دعوتي او اصلاحي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د همغږۍ په موخه په خپل کاري دفتر کې د افغانستان د شیعه ګانو عالي کمیسیون (۱۷) کسیزه پلاوي سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسلکي مرستیال شیخ نورمحمد حقاني په خپلو خبرو کې راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ روښانه کړه چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د امکاناتو په حدودو کې د ټولو خلکو ستونزو ته پاملرنه کړې او د ټولنې په اصلاح کې یې هېڅ راز هڅې نه دي سپمولي.

ښاغلي شیخ صاحب همداراز وویل: هر مسلمان مکلف دی چې د شریعت مطابق ژوند وکړي او نور هم یادې چارې ته وهڅوي.

ښاغلي حقاني ټینګار وکړ چې د شریعت د تطبیق، د بدو رواجونو د مخنیوي او د اسلامي ارزښتونو د ترویج لپاره د ټولو اسلامي مذاهبو ګډ تفاهم او همکاري اړینه ده.  نوموړي همداراز له راغلي پلاوي د مننې ترڅنګ له هغوی وغوښتل ترڅو په دې اصلاحي بهیر کې له وزارت سره اوږه په اوږه کار وکړي.

ورپسې د شیعه ګانو د عالي کمیسیون رئیس استاد محمد علي اخلاقي وویل، چې د ټولنې د اصلاح په برخه کې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له اصلاحي برنامو ملاتړ کوي.

هغه همداراز ډاډ ورکړ چې د خپلو دیني عالمانو او قومي مشرانو له لارې هڅه کوي ترڅو د ناوړه دودونو مخنیوي او د وزارت لارښوونو پلي کولو کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

یاده دې وي چې د ناستې په اوږدو کې ګډونوالو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او ټینګار یې وکړ چې د شریعت خلاف دودونو مخنیوي کې به د یاد وزارت له مسؤولینو سره په ګډه کار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS