د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله وروستي فرمان لاښه پلي کېدو په موخه ناسته تر سره شوه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۳۳

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د یاد وزارت د ناستو په تالار کې، د کابل ښار محتسبینو او د یاد وزارت مسؤولینو، کارکوونکو، د رسنیو استازو او سلګونو نورو ګډون والو په شتون کې د خوښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د نوي توشیح شوي فرمان د ابلاغ او لاښه پلي کېدو په موخه ناسته وشوه.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب وویل: عدل او انصاف د اسلامي نظام ځانګړنې دي او مسؤولین مکلف دي چې په اسلامي ټولنه کې ټولو اوسېدونکو حتی د غیر مسلمان وګړو ټول حقونه او اړتیاوې په پام کې ونیسي.

شیخ صاحب زیاته کړه، چې  اسلام مبارک دین د ژوند ټول اړخونو ته لارښوونې لري او ټول یې په رعایت مکلف یو.

ښاغلي شیخ صاحب همداراز ټینګار وکړ، چې مهر د خویندو حق دی، هېڅوک پرې سترګې نه شي پټولی او په بشپړه توګه به خویندو ته ورکول کېږي.

 شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د خپلو خبرو په دوام کې وویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانونو کې د ټولنې خیر نغښتی دی، نو په کار ده چې په خوښیو، ودونو، تعزیت او د حج په مراسمو کې د ناوړه دودونو مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د خویندو شرعي حقونو خوندیتوب ته په ژمنتیا د تېر کال په اوږدو کې د (۱۱۳۳) اجباري نکاحو مخنیوی ترسره کړی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۱۰
Background image

فراه کې محتسبینو درې کسان د جعلي پیسو د کارولو په تور نیولي دي

د فراه ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو هغه درې کسان نیولي چې په بازار کې یې پر نه چلېدونکو یا جعلي پیسو کاروبار کاوه او خلک یې تېر ایستل.

په تړاو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۶
Background image

لغمان کې محتسبینو (۱۶)کلنه دښمني، چې د قتل لامل شوې وه حل کړه

 د لغمان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر. . .

BACK TO NEWS