د امر بالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو معین فراه ولایت ته سفر وکړ

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۰:۱۵
sfr_myn_sm_shkayat_bh_frah_-10jdy.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معین شیخ صدیق الله او ور سره مل پلاوي د وزارت مقام د رهبرۍ پر اساس له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو، سوداګرو، د بېلا بېلو اتحادیو له غړو او ځایي خلکو سره د همغږۍ، د امر بالمعروف وزارت د نوي جوړ شوي قانون د اورولو او لا ښه تطبیق په موخه فراه ولایت ته سفر وکړ.

د دې هیئت، چې مشري یې د وزارت د شکایتونو اورېدلو مرستیال شیخ صاحب صدیق الله پر غاړه لري د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو، سوداګرو، د بېلا بېلو اتحادیو له غړو او ځوانانو سره په بېلابېلو ناستو کې له هغوی وغوښتل، چې پخپلو اړوندو برخو کې د وزارت جوړ شوی قانون په پوره توګه پلی کړي او پر هغوی یې غږ وکړ، چې د یاد قانون په پلي کولو کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

د هیئت غړو د ملکي او نظامي ادارو له مسؤلینو وغوښتل چې له خلکو سره له نرم او غوره چلند څخه کار واخلي، ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي او ټینګار یې وکړ چې په امارتي ادارو کې د تخلفاتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته او همکاري وکړي، څو ټاکل شوي قوانین پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

دغه راز یې په ټولنه کې د دیني عالمانو، قومي مخورو، سوداګرو او ځوانانو کړنې حیاتي وبللې او له هغوی یې وغوښتل چې د عامه ذهنیت د سمون، د ناوړه دودونو د مخنیوي او د امر بالمعروف وزارت له لوري د جوړ شوي قانون په پلي کولو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري ټاکل شوی هیئت به ټولو ولایتونو ته له ځایي خلکو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د همغږۍ او ګډو کړنو په موخه سفرونه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS