د امر بالمعروف وزارت اړوند د کابل ولایت ښاري ریاست ملکي او نظامي محتسبینو ته يو ورځنی سیمینار جوړ شو

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۲۲
yw_wrhyny_symynar

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له خوا د یاد وزارت اړوند د کابل ولایت ښاري ریاست ملکي او نظامي محتسبینو ته "د دعوتي چارو د لا پیاوړتیا او په دې برخه کې د نیمګړتیاوو د له منځه وړلو لارې چارې" تر سرلیک لاندې، د یاد وزارت د وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي، مرستیالانو او ځينو مرکزي رئیسانو په شتون کې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي په خپلو خبرو کې راغليو محتسبینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: علماء مکلف دي، چې خلک د اسلامي شريعت له اوامرو او نواهیو څخه خبر کړي.

ښاغلي شيخ صاحب همدا راز زیاته کړه: تاريخ شاهد دی، چې هغو کسانو ته تر ټولو ډېر تکالیف رسېدلي، چې امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر یې کړي دي او ټینګار یې وکړ، چې غوره عالم هغه دی، چې پخپله هم د الله تعالی غوره بنده‌ګي وکړي او نور هم د الله تعالی غوره بنده‌ګي ته راوبولي.

ښاغلي شيخ صاحب د "وَيۡلࣱ لِّلۡمُطَفِّفِينَ" آیت په هکله وویل: دا ایات د هغو خلکو په هکله نازل شوی، چې په راکړه ورکړه کې کمی کوي، خو هغه خلک یې هم مصداق ګرځي، چې په خپل مسؤولیت کې ناغېړي کوي او معاش پوره اخلي. په وینا یې: ځانونه د اطاعت په ګاڼه سمبال کړئ او خپلو مسؤلیتونو ته جدي پام وکړئ، ځکه چې ستاسو بریا د اسلامي نظام بریا ده او تر ټولو ډېره ګوته تاسې ته نیوله کېږي.

همدارنګه د یاد وزارت نظامي معین شیخ مولوي خیرجان خیرخواه هم په خپلو خبرو کې وویل: لوړ همت په ځان کې پیدا کړئ، ځکه دا داسې صفت دی، چې د الله سبحانه وتعالی او رسول الله ﷺ ډېر خوښ دی.

هغه همدا راز ټينګار وکړ، چې ستاسې د یوه هم مادیات نه دي هدف؛ بلکې ستاسې هدف د الله تعالی د شریعت نافذول او د نواهیو منع کول دي؛ چې دا لوړ هدف دی او لوړ همت ته اړتیا لري.

په غونډه کې د یاد وزارت د شکایتونو اورېدلو معین شیخ صدیق الله او مسلکي معين شیخ نور محمد حقاني سره سره ځينو نورو مسؤلینو هم خبرې وکړې.

یاده دې وي چې د غونډې په پای کې د ګډونوالو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې واورېدل شوې او د ستونزو د حل په برخه کې د وزارت د رهبري له لوري د بشپړ حل ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۲۲
Background image

د امر بالمعروف وزارت اړوند د کابل ولایت ښاري ریاست ملکي او نظامي محتسبینو ته يو ورځنی سیمینار جوړ شو

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له خوا د یاد وزارت اړوند د کابل ولایت ښاري ریاست ملکي او نظامي محتسبینو ته "د دعوتي چارو د لا پیاوړتیا او په دې برخه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۲۷
Background image

شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت د معین په توګه معرفي او په دنده پیل وکړ

شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د عالي مقام حکم پر بنسټ، په یوې رسمي غونډه کې چې د اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۴۳
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې اووه ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، غور، لغمان او نورستان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اووه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې. . .

BACK TO NEWS