د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت رهبري د کابل چهاردهي سيمې قومي مشرانو سره وکتل

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۲۳
dydar_wzyr_sahb_ba_bashndgan_chhardhy-12_dlw-1404.jpeg

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحديث محمد خالد الحنفي د یاد وزارت د ناستو په تالار کې د کابل ولایت اړوند چهاردهي سیمې یو شمېر قومي مشرانو، جهادي څېرو او ځوانانو سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: یاد وزارت د خلکو د کور حیثیت لري او خلک کولای شي هر وخت پرته له کوم خنډ څخه خپلې ستونزې د یاد وزارت له مسؤولینو سره شريکې کړي‌.

ښاغلي شیخ صاحب همداراز روښانه کړه، چې اسلامي امارت د خلکو له منځه راټوکېدلي نظام دی او د همدې ولس لپاره د اسانتیاوو برابرلو او د هغوی د ستونزو حلولو ته ځان ژمن بولي.

ښاغلي الحنفي صاحب همداراز د راغلي پلاوي ستونزې واورېدلې او ټينګار یې وکړ، چې مسؤولین مکلف دي، د شته امکاناتو په کارولو سره د خلکو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.

بل خوا د چهاردي سیمې قومي مشرانو په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې د اسلامي امارت د مشرانو ترڅنګ ولاړ دي او د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د توشیح شویو فرمانونو پلي کولو او تر نورو رسولو ته ژمن دي.

هغوی همداراز وویل، چې د اسلامي شريعت پلي کېدل د افغانان ولس هیله او ارمان وو او اوس خوښ دي چې ټولې چارې یې د اسلامي شریعت سره سمې مخته ځي او خلک د اسلامي شريعت پلي کولو ته هڅول کېږي.

یاده دې وي چې د غونډې په اوږدو کې قومي مشرانو خپلې ستونزې د وزارت له رهبري سره شريکې کړې او د ښاغلي  شيخ صاحب له لوري ورته د بشپړ حل ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS