د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت، د ټولنیز او اخلاقي سمون لپاره کړنې تر سره کړې دي.
د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:
د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۲۸) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۷۵) د کورني تاوتریخوالي، (۱۸) د میراث، (۱۱) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۸) د ولور، (۵) د نفقې ورکړې، (۶) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینه برابره شوې او پاتې (۵) د طلاق قضیې حل شوې دي.
د قومي دښمنیو حل:
محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۹) لویې دښمنۍ او (۶۰) وړې شخړې حل کړې دي.
د کوډګرو نیول:
دغه راز د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۱۱) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.
له سوداګرو سره ناستې:
محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۹۲) اصلاحي ناستې کړې دې.
اصلاحي ناستې:
او وروستی خبردا، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په کچه له ځایي خلکو سره د عامه ذهنیت د سمون، اسلامي نظام د ملاتړ او په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه په دې اونۍ کې (۳۸۹ اصلاحي ناستې کړې دې.
