د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۵۶
awwny_khbrwnh-8_aly_13_hml.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس کړنې تر سره کړې دې.

د امربالمعروف وزارت د وزیر شیخ محمد خالد الحنفي له لوري د نورستان له دیني عالمانو او قومي مخورو سره لیدنه :

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي د نورستان ولایت له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د هغوی د ستونزو اورېدلو او د حل په موخه تر اړوندو ارګانونو رسولو په موخه ولیدل.

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

دغه راز محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۸۴) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۴۱) د کورني تاوتریخوالي، (۹) د میراث، (۱۰) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۸) د ولور، (۵) د نفقې ورکړې، (۵) مېرمنو ته شرعي نکاح زمینه برابره شوه او د (۶) مېرمنو د طلاق  قضیې حل شوې دې.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۷) دښمنۍ او (۵۶) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

د یاد وزارت مسؤلینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۱۱) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

ورته مهال محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۹۸) اصلاحي ناستې کړې او په زیاته اندازه بې کیفیته او تاریخ تېر توکي یې له منځه وړي دې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۴۳
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې اووه ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، غور، لغمان او نورستان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اووه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۲۷
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي ولایتونو ته د رسمي سفر په لړ کې د جنوبي ولایتونو له دیني عالمانو، مسؤلینو، متنفذینو او قومي مخورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۳۸
Background image

محتسبینو په بغلان او بلخ ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي دي

د بلخ او بغلان ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال څلور هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په. . .

BACK TO NEWS