د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د روان ۱۴۰۵کال د جوزا میاشتې د کړنو او لاسته راوړنو راپور

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۵۲
dstawrhay_mah_jwza_pshtw

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو او منسوبینو د روان (۱۴۰۵) کال په جوزا میاشت کې په ټولنه کې د بدو او ناوړه دودونو د مخنیوي، د قومي، ژبني او کورنیو دښمنیو حل، د کوډګرو نیول، عامه ذهنیت د سمون، د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او له سوداګرو سره اصلاحي ناستو کې ګڼ شمېر لاسته راوړنې درلودلې دي.

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په کچه د مېرمنو د حقونو ته د رسېدنې په برخه کې (۴۵۰) بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې په یادو قضیو کې (۷۱) د میراث (۴۰) د ولور، (۲۱۶) د کورني تاوتریخوالي، (۴۵) د اجباري نکاح ګانو، (۲۹) د نفقې ورکړې، (۲۷) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینه برابره شوې، او(۲۲) د طلاق قضیې حل شوې دې.

د کوډګرو نیول:

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتي کړنو د مخنیوي او د یوې سالمې اسلامي ټولنې د رامنځته کولو په موخه په جوزا میاشت کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو (۴۵) کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.

 له سوداګرو او هټۍ والو سره اصلاحي ناستې:

 محتسبینو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د یو سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېرو موادو له منځه وړلو، سود، احتکار او په ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي او د با کیفیته موادو بازار ته د وړاندې کولو په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۶۵۴) اصلاحي ناستې کړې دي.

 د خپلمنځي، قومي او ژبنیو دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۵۵)  لویې دښمنۍ او (۲۴۳) وړې شخړې حل کړې دي.

له قومي مخورو، ځوانانو او عامو خلکو سره اصلاحي ناستې:

وروستی خبر دا، چې محتسبینو د روان ۱۴۰۵ کال په جوزا میاشت کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې له قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د اسلامي کلتور د عامولو، ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت د سمون او د اسلامي ارزښتونود  ساتنې په موخه نیږدې (۱۳۷۶)  بېلا بېلي اصلاحي ناستې کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۲۷
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي ولایتونو ته د رسمي سفر په لړ کې د جنوبي ولایتونو له دیني عالمانو، مسؤلینو، متنفذینو او قومي مخورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۳۸
Background image

محتسبینو په بغلان او بلخ ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي دي

د بلخ او بغلان ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال څلور هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۱۸
Background image

سرپل کې محتسبینو یوه مېرمن له جبري نکاح څخه وژغورله

محتسبینو په سرپل کې د خپلو کړنو پر دوام یوه مېرمن، چې کورنۍ یې غوښتل د ناوړه دودونو او بې معنی غیرت له امله یې د هغې له خوښې پرته یوه سپین ږیري کس په نکاح ور کړي وژغورله او د دې غیر. . .

BACK TO NEWS