د امربالمعروف وزارت له لوري د تېلو پمپونو اتحادیې له غړو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۶:۷
bnr_4.jpg

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د پلازمېنې کابل ښار  د تېلو پمپونو اتحادیې له مسؤلینو سره په پمپونو کې د مساجدو جوړولو، په وړ قېمت د تېلو پلورلو او په دې برخه کې د وزارت له لوري د شویو سپارښتنو د پلي کولو او یاده برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه د دې وزارت د غونډو په تالار کې ناسته تر سره کړه.

 

 د ناستې ګډون والو ته د امربالمعروف وزارت نظامي مرستیال شیخ سعید احمد شهیدخېل د ښه راغلاست تر څنګ وویل، رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته له هجرت وروسته په هغه ځای کې د مسجد بنسټ کېښود تر څو خلک د الله جل جلاله عبادت وکړي او ورځنۍ کړنې له الهي قوانینو سره سمې تر سره کړي، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د تېلو په پمپونو کې مسجدونه جوړ شي.

شیخ صاحب شهید خېل د دې اتحادیې غړو ته په خبرو کې وویل: د تېلو پمپونو مسؤلین باید د تېلو په لوړه بیه له خرڅولو، د تېلو لېتر کې له کم والي او په دې برخه کې له انحصارولو څخه ډډه وکړي تر څو په سوداګریزه برخه کې الهي قوانین تطبیق او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

دغه راز د ناستې په پای کې د تېلو پمپونو اتحادیې غړو د امربالمعروف وزارت له لوري شوې سپارښتنې پلي کول خپل الهي او هېوادنی مسؤلیت یاد کړ او د داسې ناستو جوړول یې د اسلامي نظام او سوداګرو ترمنځ د همغږۍ غوره لار وبلله او زیاته یې کړه چې د وزارت له لوري شوې سپارښتنې به په پوره توګه پلې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۹
Background image

د هېواد په شپږ ولایتونو کې (۱۰) مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورل شوې

  امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د نیمروز، بدخشان، پروان، بلخ، بادغېس او زابل ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا لس مېرمنې، چې د کورنیو غړو یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۶
Background image

روزګان کې محتسبینو یوه مېرمن له یو کلن کورني بند څخه وژغورله

د روزګان ولایت محتسبینو د خپلو هڅو په دوام او د مېرمنو د شرعي حقونو خوندیتوب په موخه  د دې ولایت په مرکز ترین کوټ خیرو کارېز سیمه کې یوه مېرمن، چې له تېر یوه کال راهیسې د کورنۍ د غړو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۵۷
Background image

بدخشان کې محتسبینوشپږ شخړې حل کړې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د بدخشان ولایت محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي. . .

BACK TO NEWS