د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محترم وزیر شمال ولایتونو ته سفر وکړ

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۵:۴۳

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محترم وزیر، شیخ الحدیث الحاج محمد خالد الحنفي، شمال ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندوز ولایت په مرکز کې د بدخشان، تخار، بغلان او کندوز ولایتونو له مشایخو علماء کرامو، قومي مخورو، متنفذینو او مسؤلینو سره د امربالمعروف، نهی عن المنکر د شرعي قانون د تطبیق، د منکراتو د مخنیوي او د معروفاتو د اقامې په اړه د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

 محترم وزیرصاحب د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د اسلامي نظام د بریا او پیاوړتیا راز په وحدت کې نغښتی دی، او حقیقي وحدت د الله تعالی د دین په نفاذ او اطاعت سره رامنځته کېږي. نوموړي زیاته کړه چې ټول مسلمانان مکلف دي د وحدت او اطاعت فضا وساتي، دامربالمعروف نهی عن المنکر شرعي قانون تطبیق لپاره خپل مسولیت اداکړی او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.

 شیخ صاحب همداراز وویل چې د الله تعالی د دین رسول د ټولو ګډ مسؤولیت دی، او که خدای مه کړه زمونږ یو وګړی هم په داسې حال کې له نړۍ ولاړ شي چې د دین له احکامو ناخبره وي، نو د الله تعالی پر وړاندې به موږ د خپل مسؤولیت په اړه ځواب ویونکي یو، ځکه چې ددین او شریعت د بشپړه تطبیق لپاره اللهﷻ اوس تاسو ته هره اسانتیا برابره کړي.

 د غونډي ګډونوالو علماء کرامو قومي مخورو او مسولینو د امربالمعروف، نهی عن المنکر د شرعي قانون د بشپړ تطبیق برخه کې د وزارت سره د هرقسم همکاری ډاډ څرګند کړ او د یاد وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه یې وکړه او یاد وزارت یې د ټولنې د اصلاح او سمون لپاره تر ټولو مهم او ضرور وباله د یادونې وړ ده چې د محترم شیخ صاحب دغه سفر به، د تېر په څېر، د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS