دعکسونو ځوړندول د مشرانو قدر نه سپکاوی دی

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۰:۳۷
mopvpe

چهارشنبه، ذولقعده ۸، ۱۴۴۳

د امر بالمعروف وزارت نظامي هیئت دکابل ښار اړوند له یوولسمې او ولسمې حوزې له مجاهدینو او ښار کې له ګرځېدونکو نظامي او ملکي مسؤلینو څخه لیدنه وکړه او په هغوی یې د یاد وزازت فرمانونه په عملي ډول پلي کړل.

د امر بالمعروف وزارت د ازاله منکراتو د رئیس راز محمد حامد په مشرۍ جوړ شوی ۱۴ کسیزهیئت چې په کې د یاد وزارت ډېری مسؤلینو ګډون درلود د پلازمېنې کابل له یوولسمې او ولسمې حوزې له زندان،نظامي،کشفي،عقیدتي مدیریت او جنایي ارګانونو له مسؤلینو او په ښار کې له ګرځېدونکو نظامیانو څخه لیدنه وکړه او د شته منکراتو د له منځه وړلو له پاره یې عملي اقدام وکړ.

د ازاله منکراتو رئیس مولوي راز محمد حامد په دې لیدنو کې د مشرتابه د فرمان سره سم کم عمره او کل ږیري هلکان له نظامي لیکو بهر او له هغو مجاهدینو چې وېښتان یې دنبوي سنتو خلاف وه جدي غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې خپل وېښتان اصلاح کړي او له هغوی یې وغوښتل چې د خپلو شهیدو ملګرو عکسونه دې په موټرونو او کار ځایونو کې نه لګوي چې په خبره یې د هغوی عکسونه لګول د هغوی قدر او احترام نه بلکي د هغوی سپکاوی دی.

ښاغلي حامد په یادو لیدنو کې مسؤلینو ته وویل:(زموږ پر مجاهدینو نه لورېږي چې یوه ورځ هم د امر په نافرماني او عصیان کې تېر کړي نو په همدې اساس مو عملي کړنې د قربانیو د ساتنې له پاره دي )

هغه دغه راز له نظامي لیکو څخه دکم عمره او بې ږیرې هلکانو دایستولو پر مهال کم عمره هلکانو ته سپارښتنه وکړه چې اوس دې خپلو درسونو ته ادامه ورکړي او هم یې له کل ږیروغوښتنه وکړه چې لومړی خپل سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او بیا دې د دې ملت د خدمت جوګه شي.

د یادولو وړ ده چې د دیادو حوزو مسؤلینو د امربالمعروف وزارت له لوري د فرمانونو د پلي کولو په مورد له عملي اقدام خوښي څرګنده کړه او یاد هیئت ته یې ډاډ ورکړ چې د دوهم ځل نظارت پر مهال به د داسي منکراتو شاهدان وا نه وسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS