خوست کې یوې مېرمنې له (۱۸) کلن محرومیت وروسته د خپلې خوښې شرعي نکاح حق تر لاسه کړ

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۸:۲۹
yk_qdyh_znan_dr_khwst_hl_shd.jpeg

د خوست ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د دې ولایت په مرکز متون ښار کې، هغه مېرمن د خپلې خوښې شرعي نکاح له حقونو څخه برخمنه کړه، چې خاوند یې وفات شوی و او د خسرګنۍ غړو یې غوښتل، چې د نوموړې مېرمنې له خوښې پرته یې د وفات شوي کس ورور ته په غیر شرعي توګه په نکاح کړي.

 په تړاو یې مسؤلین وایي: یاده مېرمن، چې خاوند یې وفات شوی و او له تېرو (۱۸) کلونو راهیسې د خپلې خوښې شرعي نکاح حق د بې معنی غیرتونو او ناوړه دودونو په اساس ترې اخیستل شوی و، د محتسبینو په هڅو له اوږد مهاله محرومیت څخه وژغورل شوه  او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

مسؤلین زیاتوي: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: (هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي.)

بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

BACK TO NEWS