کندهار کې (۲۸) کلن کس ته د ودېدونکې اته کلنې نجلۍ د غیر شرعي نکاح مخه ونیول شوه  

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۱۰
dr_kndhar_yk_dkhtr_8_salh_bh_dadn_mrd_28_salh_jlwgyry_shwd.jpg

 د کند هار ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه په ژړۍ ولسوالۍ کې  د اته کلنې ماشومې د غیر شرعي نکاح مخه ونیوله، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل یوه ۲۸کلن کس ته یې د زیاتو پیسو په بدل کې د هغې له خوښې پرته په نکاح کړي.

یاده نجلۍ، چې د ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې د هغې له خوښې پرته د زیات عمر لرونکي کس ته په نکاح ورکول کېده د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه او د یادې نجلۍ د کورنۍ له غړو یې وغوښتل چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له کولو  ډډه وکړي.
 
بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.
   
دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث سلګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS