په پکتیکا کې دوه مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۳۱
_dr_pktyka_dw_zn_njat_yaft.jpg

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیکا ولایت  محتسبینو په ښرنه کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا دوه مېرمنې، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دوونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح کړي وژغورلې.

 یادې مېرمنې، چې د ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ورکول کېدلې؛ وروسته له هغه یې مخه ونیول شوه، چې یادې مېرمنې د یاد ولایت اړوند د امربالمعروف ریاست ته د قضیو د حل په موخه عارضې شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګني او ډاډ څرګندوي چې هېڅ چا ته به اجازه ورنکړي څو د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

د امر بالمعروف وزارت له لوري د اووه زونونو (۵۵۰) مبلغینو ته درې ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د رهبرۍ له لوري (۵۵۰) مبلیغینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د جوړ شوي قانون او نصاب د تشریح او په دعوتي برخه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۸:۳۸
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۳۱) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۵۸) د کورني تاوتریخوالي، (۱۵). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۳۵
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د ټول افغانستان د ۳۴ ولایتونو په کچه د ۵۵۰ تنو د مبلغینو لپاره درې ورځنۍ اصلاحي او تربیتې غونډه پیل شوه.

یاده غونډه د لومړۍ ورځې لپاره د قران الکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه او موخه یې د مبلغینو د دعوتي او مسلکي ظرفیت د لوړولو،  د مبلیغینو د نوي قانون چې دعالیقدر امیرالمؤمنین حفظه. . .

BACK TO NEWS