نورستاني ولسونه: د اسلامي امارت ملاتړ او ترڅنګ درېدل مو اسلامي مسؤولیت دی

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۹:۳

د نورستان ولایت سلګونو دیني علماوو، قومي مشرانو او ولسي وګړو تېره ورځ د دیني زده کړو څخه د شهداوو د یتیمانو د فراغت په پار د جوړې شوې سترې غونډې په ترڅ د افغانستان اسلامي امارت او امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له کړنو خوښي څرګنده کړه او د بشپړ ملاتړ اعلان یې وکړ.

جوړې شوې غونډه کې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د امر بالمعروف وزارت پر کړنلاره رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په ټولنه کې د ناوړه او غير شرعي دودونو له منځه وړلو ته ژمن دی او د اسلامي ټولنې او چاپيريال رامنځته کولو کې به له هېڅ راز هڅې ډډه ونه کړي.

ښاغلي الحنفي همداراز د ولسونو او حکومت ترمنځ پر ښو اړیکو ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت غېږ د‌ولس پر مخ خلاصه د هغوی ستونزې او شکایتونه اوري او حلولو ته یې ځان ژمن بولي.

هغه همداراز له ګډون والو وغوښتل ترڅو د ټولنې اصلاح، مثبت فکري بدلون او د اسلامي شريعت بشپړ پلي کېدا کې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سره همکار ووسي.

غونډې ته راغلو قومي مشرانو او دیني علماوو وويل: د افغانستان اسلامي امارت د خلکو نظام دی ملاتړ او ترڅنګ درېدل یې زموږ اسلامي مسؤولیت دی.

 هغوی زیاته کړه چې د اسلامي نظام حاکميت او د شرعي اصولو پلي کېدل د ولس غوښتنه ده او ډاډ یې ورکړ چې د اسلامي امارت او د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له کړنو او لاسته راوړنو خوښ دي او په پوره معنی سره به د نظام ټینګښت او پایښت لپاره همغږي او همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له جوړېدو راهیسې په ټولنه کې د ناخوالو او ناوړه دودونو مخنیوی ترسره شوی چې د ولسونو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۸
Background image

کونړ کې محتسبینو له ځوانانو سره د همغږۍ او  فکري سمون په  موخه ناسته وکړه

 د کونړ ولایت محتسبینو په څوکۍ ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ، ناوړه دودونو د مخنیوي، فکري سمون، په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه ناسته وکړه.

د محتسبینو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۳۳
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۶مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

محتسبینو په بلخ، ننګرهار، سرپل، بغلان او تخار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په لړ کې ۱۶ مېرمنې، چې د خاوندانو او د کورنۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۲۸
Background image

هلمند کې محتسبینو یوه مېرمن له ۱۴ کلن کورني بند څخه وژغورله

هلمند ولایت کې محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام په ګرمسېر ولسوالۍ کې هغه مېرمن چې د پلار او وروڼو له لوري نیږدې ۱۴کاله په کورني بند کې ساتل کېدله او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې. . .

BACK TO NEWS