محتسبینو په څلورو ولایتونو کې نهه مېرمنې له ظلم او کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۵۴
hl_9_qdyh_znan.jpg

 د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په تخار، بامیان، بلخ او پکتیا ولایتونو کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه نهه مېرمنې، چې د خاوندانو او د کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له کورني تاوتریخوالي سره مخ وې ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه یې برخمنې کړې.

د یادو ولایتونو مسؤلینو په دې تړاو وویل: یادې مېرمنې له اوږدې مودې راهیسې د خاوندانو د ناوړه چلند له امله له سخت کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، چې د محتسبینو په هڅو بېرته له خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

محتسبینو د یادو مېرمنو د کورنیو له غړو سره تر اصلاحي ناستو وروسته له هغوی څخه ژمنې واخیستلې، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له کولو ډډه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS