محتسبینو په غزني او پکتیا ولایتو کې پنځه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورلې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۳۷
mhtsbyn_dr_ghzny_w_pktya_5_zn_ra_njat_dadnd.jpg

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د  پکتیا او غزني ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا د یادو ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې پنځه مېرمنې، چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

 مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او حقوق یې تر پښو لاندې شوي و، د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو وژغورل شوې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي، چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۴۷
Background image

محتسبینو په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې دوه شخړې حل او ښکېلو اړخونو تر منځ روغه  وکړه

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېولو وزارت محتسبینو په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

زابل کې محتسبینو شپږ شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل ولایت محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۳۷
Background image

محتسبینو په غزني او پکتیا ولایتو کې پنځه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورلې

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د  پکتیا او غزني ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا د یادو ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې پنځه. . .

BACK TO NEWS