محتسبینو په بلخ، سرپل او پکتیکا ولایتونو کې درې کوډګر نیولي دي

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۲۴
dstgyry_sh_jadwgr_dsh_wlayt.jpg

 د بلخ، سرپل او پکتیکا ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو په لړ کې درې کوډګر؛ چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او د پیسو په بدل کې یې پر خلکو کوډې کولې، له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یو ځای نیولي دي.

د یادو مسؤلینو په وینا: درې تنه هغه کوډګر یې د کوډو له وسایلو سره نیولي دي، چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له ځایي خلکو څخه پیسې اخیستلې او غیرشرعي او د کوډو تعویضونه یې کول، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین  ډاډ ورکوي، چې هیچاته به اجازه ورنه کړي، چې په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې وکړي او له خلکو غواړي چې د ورته غیر شرعي پېښو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

  دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کودګرو پر کړنو له بندیز وروسته تر دې مهاله زرګونه کوډګر نیول شوي او د شرعي پرېکړو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۲۴
Background image

محتسبینو په بلخ، سرپل او پکتیکا ولایتونو کې درې کوډګر نیولي دي

 د بلخ، سرپل او پکتیکا ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو په لړ کې درې کوډګر؛ چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او د پیسو په بدل کې یې پر خلکو کوډې کولې، له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۹:۴۵
Background image

پروان کې محتسبینو یوه مېرمن له پنځه کلن کورني بند څخه وژغورله

 پروان کې محتسبینو د خپلو هڅو په دوام او د مېرمنو د شرعي حقونو خوندیتوب په موخه د باګرام ولسوالۍ په دهن میدان سیمه کې یوه مېرمن، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د کورنۍ د غړو له لوري له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۳:۵۳
Background image

محتسبینو په دوو ولایتونو کې څلور ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کابل او پکتیکا ولایتونو محتسبینو څلور ښځې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې د هغو له خوښې پرته په نکاح ور کړي. . .

BACK TO NEWS