محتسبینو په اوو ولایتونو کې اته مېرمنې له غیرشرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۴۰
mhtsbynw_ph_aww_wlaytwnw_k_ath_mrmn_lh_ghyrshry_nkahkanw_hkhh_wzhghwrl

د میدان وردګ، کنړ، سرپل، نورستان، ننګرهار، بلخ او تخار ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اته مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې د هغو له خوښې پرته په نکاح ور کړي وژغورلې.

یاد مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغوی له خوښې پرته یې د ناوړه دودونو له مخې په جبري ډول په نکاح ورکړي، د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

 د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو په تېره یوه میاشت کې د مېرمنو د حقونو اړوند سلګونه بېلابېلي قضیې حل کړې دي، چې په دې قضیو کې د کورني ظلم، غیر شرعي نکاح، کورني بند، میراث، نفقې او ورته قضیې شاملې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS