د ۳۴ ولایتونو محتسبینو ته د احتساب څرنګوالي په اړه سمینارونه ورکړل شول.

د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له هدایت سره سم د هېواد په ټولو ولایتونو کې محتسبینو ته (د اختر په ورځو کې د احتساب څرنګوالي) او په دې برخه کې د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کولو په موخه روزنیز او اصلاحي سمینارونه ترسره شول.
په ترسره شوو سمینارونو کې محتسبینو ته د اسلامي شريعت پلي کول، د اختر په ورځو کې د منکراتو مخنیوي، له هېواد والو سره نېک چلند ترسره کول او د هېواد والو د ستونزو اورېدلو او حل په موخه سپارښتنې وشوې.
دغه راز په ترسره شوو سمینارونو کې تاکید شوی چې اسلام مبارک دین د چا پر شخصي حريم د تجاوز اجازه نه ده ورکړې، نو پر همدې اساس د چا موبایل، جېب او کور ته د هغه له اجازې پرته محتسبینو ته د لاسوهنې اجازه نشته او ټول محتسبین په دې مکلف دي چې ولس سره غوره چلند ترسره کړي او له اعتدال څخه کار واخلي.