د ۳۴ ولایتونو محتسبینو ته د احتساب څرنګوالي په اړه سمینارونه ورکړل شول. 

fazli_admin
Wed, Jun 04 2025 2:49 PM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له هدایت سره سم د هېواد په ټولو ولایتونو کې محتسبینو ته (د اختر په ورځو کې د احتساب څرنګوالي) او په دې برخه کې د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کولو په موخه روزنیز او اصلاحي سمینارونه ترسره شول. 
په ترسره شوو سمینارونو کې محتسبینو ته د اسلامي شريعت پلي کول، د اختر په ورځو کې د منکراتو مخنیوي، له هېواد والو سره نېک چلند ترسره کول او د هېواد والو د ستونزو اورېدلو او حل په موخه سپارښتنې وشوې.
دغه راز په ترسره شوو سمینارونو کې تاکید شوی چې اسلام مبارک دین د چا پر شخصي حريم د تجاوز اجازه نه ده ورکړې، نو پر همدې اساس د چا موبایل، جېب او کور ته د هغه له اجازې پرته محتسبینو ته د لاسوهنې اجازه نشته او ټول محتسبین په دې مکلف دي چې ولس سره غوره چلند ترسره کړي او له اعتدال څخه کار واخلي.

Latest news

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

Wed, Mar 19 2025 2:05 PM
Background image

The Hearing Complaints Department Addresses Nearly 140 Women’s Sharia Cases

The Department of Hearing Complaints, Directorate for the Promotion of Virtue in Bamyan, reports handling nearly 140 women’s Sharia cases over the past two years in both the center and. . .

BACK TO NEWS