د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت کې د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم په مناسبت غونډه وشوه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۵۶
nshst_bh_mnasbt_syrt_alnby.jpg

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په تالار کې د یاد وزارت وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي صاحب، معین صاحبانو، مشایخ عظامو، مرکزي رئیسانو او کارمندانو په شتون کې د حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مبارک سیرت په تړاو ځانګړې غونډه وشوه.

د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم د سیرت په تړاو جوړه شوې غونډې ته په وینا کې شیوخو عظامو د نبوي سیرت پر ارزښت ټينګار وکړ او ویې وویل، د الله تعالی رضا د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اطاعت کې ده، موږ باید د ژوند په ټولو اړخونو کې د هغه صلی الله عليه وسلم اطاعت او اتباع وکړو.

هغوی همداراز اسلام د هدایت او لارښوونې دین وباله او ویې ویل مونږ ته په کار ده، چې د ژوند په ټولو اړخونو کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم  پسې اقتداء وکړو او د ژوند هره چاره د‌ هغه صلی الله عليه وسلم له سنتو سره سمه مخته یوسو.

د غونډې په اوږدو کې ویناوالو همداراز له ګډون والو وغوښتل ترڅو خپلې چارې د نبوي سیرت سره سمې مخته یوسي او نور وګړي هم دې چارې ته وهڅوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS