د امربالمعروف وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي؛ د نظام په چوکاټ کې باید له هر ډول قومي او ژبني تعصب څخه ډډه وشي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي د یاد وزارت له مسؤولینو او کارکوونکو سره اصلاحي ناسته کې له هغوی وغوښتل، چې پخپلو ورځنیو چارو کې له تعصب څخه ډډه وکړي، دندو ته پر وخت حاضر شي او له خلکو سره له غوره او مسلکي چلند څخه کار واخلي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.
شیخ صاحب د خپلو خبرو پر مهال پر اداري نظم، د دندو پر مسؤولانه ترسره کولو او له خلکو سره د اسلامي اخلاقو او اصولو له مخې پر چلند ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د نظام په چوکاټ کې باید له هر ډول تعصب او شخصي چلند څخه ډډه و شي او د خلکو ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وشي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د وزارت له مسؤولینو او کارمندانو سره د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او له خلکو سره د غوره چلند کولو او د هغوی ستونزو ته د پر وخت رسېدنې په موخه ناستې شوې دې.
