بلخ کې د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن له کورني بند څخه وژغورل شوه

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۱۵
yk_zn_dr_blkh_az_bnd_njat_yaft.jpg

د بلخ ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر مهال د دې ولایت په چاهي ولسوالۍکې یوه مېرمنې، چې د کورنۍ د غړو له لوري له تېرو څو کلونو راهیسې په کورني بند کې ساتل کېدله او له خپلو ټولو شرعي حقونو بې برخې وه ازاده او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه کړه.

محتسبین وایي: یاده مېرمن، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې په جبري توګه په نکاح ورکړي خو د مېرمنې له لوري تر مقاومت وروسته یاده مېرمن په کورنی بند کې ساتل کېدله، چې د ځایي خلکو تر شکایت وروسته د محتسبینو له لوري ازاده او د خپلې خوښې نکاح له شرعي حق څخه برخمنه شوه.

محتسبین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو ناسمو روایتونو مخه به نیسي چې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ کوي.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوېدلو وزارت محتسبینو په ټول هېواد کې زرګونه مېرمنې له کورني بند، جبري ودونو، کورني ظلم او ورته ناوړه کړنو څخه ژغورلې دې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS