بدخشان کې محتسبینوشپږ شخړې حل کړې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۵۷
dr_bdkhshan_shsh_akhtlaf_hl_shd.jpg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د بدخشان ولایت محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د پیاوړي کولو په موخه  د کورنیو تر منځ شپږ شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

محتسبین وایي: د قومونو تر منځ د یووالي په برخه کې به هېڅ راز هڅې و نه سپموي او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي، چې قومي او ژبنۍ دښمني وپالي.

محتسبینو ورته مهال له ځایي خلکو سره د ولسي ناستې پر مهال له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځایي خلکو وغوښتل، چې د ورته ستونزو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنې ستاسي او له هغوی غواړي، چې په ټولنه کې د منکراتود مخنیوي تر څنګ د شته ناخوالو ، شخړو او دښمنیو د مخنیوي په موخه خپلې کړنې لا نورې هم ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۵۷
Background image

بدخشان کې محتسبینوشپږ شخړې حل کړې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د بدخشان ولایت محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۵۳
Background image

محتسبینو په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې دوه کوډ ګر نیولي دې

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د لوګر او ننګرهار ولایتونو محتسبینو د عامه ذهنیت د سمون، غیر اسلامي کړنو د مخنیوي او د یو اسلامي چاپېریال د رامنځته کولو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۴۸
Background image

د هېواد په غزني، بغلان او میدان وردګ ولایتونو کې پنځه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني، بغلان او میدان وردګ ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه پنځه. . .

BACK TO NEWS