اعلامیه !

fazli_admin
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د تل په څېر په ځينې مغرضو ادرسونو ادعا کړې چې ګواکي د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو محتسبینو په کابل ښار کې ښځې بې‌دلیله نیولي او د هغوی حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي. په حقیقت کې دغه راپور بې‌بنسټه، له واقعیتونو لرې او د عامه ذهنونو مغشولولو او د حقایقو د تحریفولو یوه ناکامه هڅه ده.

د یادولو ده چې یاد وزارت د خویندو ټولو شرعي حقونو تأمین ته ژمن دی او په یاده برخه کې یې په تېرو څلور کلونو ګڼې ملموسې لاسته راوړنې درلودلې دي د بېلګې په توګه یوازې د تېرو درېیو میاشتو په موده کې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د ښځو د حقونو اړوند ۳۸۲ قضیې حل کړې دي.
په یادو قضيو د اجباري نکاح، کورني تاوتریخوالي، مهر، میراث، کورني بند او ورته نورې پېښې شاملې دي چې مخه یې نیول شوې او د خویندو حقونه خوندي شوي دي.

باید جوته شي، چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د حجاب رعایت د خویندو د عفت او اخلاقي سلامتۍ ضمانت کوونکی دی او حجاب دی چې ټولنه له فساد او اخلاقي بې لاریو ژغوري.

له نړیوالو ادارو، رسنیو او ادرسونو څخه جدي غوښتنه کوو چې د راپورونو په خپرولو کې موثقې سرچينې وکاروي، د بې پلوۍ او دقت اصولو ته پام وکړي او د هغو راپورونو له خپرولو دې ډډه وکړي چې د افغانانو له اسلامي ارزښتونو او ملي واقعیتونو سره په ټکر کې وي.

په پای کې يوځل بيا ډاډ ورکوو چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزارت د ټولنې ټولو وګړو په ځانګړي ډول خویندو حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې په نا حقه د چا حقونه تر پښو لاندې کړي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

اعلامیه !

د تل په څېر په ځينې مغرضو ادرسونو ادعا کړې چې ګواکي د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو محتسبینو په کابل ښار کې ښځې بې‌دلیله نیولي او د هغوی حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي. . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۹:۹
Background image

خبرتیا

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》

د امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر بنسټ، د ټولنې د معذورو ( لیونیان، نارینه وي که ښځینه) وګړو د ساتنې او د هغوی د درملنې له لارې د . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

خبرتیا

د ټولنیزو رسنیو کارونکو لپاره خبرتیا لکه څنګه چې ټولنیزې رسنۍ د موثقو معلوماتو، تعلیم، تجارت او عامه آګاهۍ لپاره دي، نو باید همدا موخې پکې تعقیب شي. په ټولنیزو رسنیو کې تهدید، سپکاوی، . . .

Back to announcements