کندهار کې محتسبینو ته څلور ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد  

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۴:۴۲

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د محتسبینو د ښوونې او روزنې ریاست له لوري د کندهار ولایت مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د اورولو او په دعوتي برخه کې د وړتیا لوړونې په موخه څلور ورځنی روزنیز سمینار د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد نديم او ګڼ شمېر مسؤولینو او محتسبینو په شتون د یوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېد.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب محتسبینو ته په خطاب کې وویل: خپلو کړنو کې د الله تعالی رضا په پام کې ونیسئ او ټولنې ته د اسلام د مبارک دین غوره ترجماني وکړئ.

ښاغلي شیخ صاحب له محتسبینو وغوښتل ترڅو په خپلو چارو کې د زغم او حکمت څخه کار واخلي او د ټولنې لپاره بېلګه وګرځي.

یادې غونډې ته راغلو مسؤولینو امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د اسلامي نظام ځانګړنه او د پایښت لامل وباله  او ویې ویل: چې د اسلامي نظام او نورو نظامونو ترمنځ توپیر د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر په شتون کې دی.

 همداراز هغوی محتسبینو ته په خطاب کې وویل: چې ستاسې کار له ولس سره دی او ستاسې هره کړنه د اسلامي نظام استازولي کوي، نو په همدې اساس له خلکو سره نرم او غوره چلند کوئ، ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه او په دې برخه کې د مشرانو بشپړ اطاعت وکړئ. 

هېره دې نه وي چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د ښوونې او روزنې ریاست د مسؤولینو له لوري د هېواد په ټولو ولایتونو کې د محتسبینو د وړتیا لوړونې او هغوی ته د نوي قانون د اورولو په موخه د اصلاحي او روزنیزو سمینارونو لړۍ دوام لري.   

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۴۵
Background image

محتسبینو په بلخ او پروان ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي دي

 د بلخ او پروان ولایتونو محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام د یادو ولایتونو په زاری او جبل سراج ولسوالیو کې څلور هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند نظامي محتسبینو د ځینو نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره ناستې وکړې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د نظامي معینیت د ازاله منکراتو ریاست مسؤلینو د یو شمېر نظامي ځایونو له مسؤلینو او کارمندانو سره په نظامي برخه کې د معروفاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۱۹
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

BACK TO NEWS