کابل کې دوه تنه د نامشروع اړیکو او اخلاقي فساد په جرم ونیول شول

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵۸
dstgyry_dw_tn_dr_kabl_bh_anham_fhsha.jpeg

د کابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه  دوه کسان د  نامشروع اړیکو او اخلاقي فساد په جرم نیولي او د لومړنیو تحقیقاتو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دې.

محتسبین زیاتوي، چې د موضوع له څېړنې وروسته یاده نجلۍ د ضمانت په ډول خپل پلار ته وسپارل شوه، څو د شرعي او قانوني اصولو له مخې یې سرپرستي وکړي او هلک د نورو قانوني اجراآتو لپاره اړوند محکمې ته ور وپېژندل شو.

مسؤلین وایي، چې په ټولنه کې د بدو کړنو مخنیوي ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي، چې د غیر شرعي کړنو په کولو او خپراوي لاس پورې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS