پکتیا کې د نشه یي توکو یا ټابلیټ کا د خرڅلاو په جرم دوه کسان ونیول شول

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۲۴
dw_nfr_bh_atham_mwad_mkhdr_dr_pktya_dstgyr_shd.jpeg

د پکتیا ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو په ټولنه کې د غیر شرعي کړنو د مخنیوي په موخه د څمکنیو ولسوالۍ په راغه کلي کې دوتنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په جرم له نشه یي توکو سره یو ځای نیولي دې.

د دې ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي، چې د  قانون د  ۲۲ مې مادې، ۱۱ مې فقرې او د اميرالمؤمنين حفظه الله د ۱۳ مې ګڼې فرمان مطابق یې د دې ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې دوه تنه هغه کسان نیولي چې د سیمې پر خلکو یې نشه یي توکي یا ټابلیټ کا پلورل، چې د لا نورو څېړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شول.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنه ستایي او له هغوی غواړي، چې د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې لا هم چټک ګامونه واخلي، څو ځوانان د دې ناوړه عمل له کولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې وزارت مسؤلینو تر دې ولاندې هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې د نشه یي توکو د کرکېلې او کارونې مخه نیولې او ډاډ څرګندوي، چې هېڅ چا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د یادو توکو په کښت، خرڅلاو او قاچاق لاس پورې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS