په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې څلور مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورل شوې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۱۵
whatsapp_image_2025

د پکتیا او پکتیکا ولایتونو د امر بالمعروف ریاستونو مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال، د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا په یادو ولایتونو کې څلور مېرمنې، چې له اوږدې مودې راهیسې ور سره د خاوندانو او خسرګنیو له لوري ناوړه چلند کېده او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو له ناوړه چلند څخه وژغورل شوې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

 مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې ځورول کېدلې او د بې معنی غیرتونو په اساس ترې خپل شرعي حقوق اخیستل شوي وو، د محتسبینو په هڅو له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنې ستایي او وایي چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو په مخنیوي کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۲۲
Background image

د امر بالمعروف وزارت اړوند د کابل ولایت ښاري ریاست ملکي او نظامي محتسبینو ته يو ورځنی سیمینار جوړ شو

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له خوا د یاد وزارت اړوند د کابل ولایت ښاري ریاست ملکي او نظامي محتسبینو ته "د دعوتي چارو د لا پیاوړتیا او په دې برخه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۲۷
Background image

شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت د معین په توګه معرفي او په دنده پیل وکړ

شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د عالي مقام حکم پر بنسټ، په یوې رسمي غونډه کې چې د اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۴۳
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې اووه ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، غور، لغمان او نورستان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اووه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې. . .

BACK TO NEWS