نورستان کې محتسبینو د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ناسته وکړه.

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۰:۲۸
nshst_mhtsbyn_nwrstan_ba_mrdm.jpeg

د نورستان ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو له دیني عالمانو، قومي مخورو او د مسجدونو امامانو سره د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناوړه دودونو د مخنیوي او همغږۍ په موخه ناسته کړه.

جوړې شوې ناستې ته د دې ولایت د امربالمعروف مسؤلینو وویل، دیني عالمان او قومي مخور دې په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د محتسبینو همکاري وکړي او پر هغوی یې غږ وکړ، چې د حج، خوښیو، غم او نورو مراسمو کې د ناوړه  دودونو په مخنیوي کې دې همکاري وکړي.

د هغوی په وینا: د ټولو ګډ مسئولیت دی، چې راتلونکی نسل  په نېکو اخلاقو، اسلامي عقیدې او له دیني تګلارې سره سم وروزو او لازمه ده چې د اسلامي مسئولیت له مخې دې خلک د بدو دودونو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS