ننګرهار کې محتسبینو پنځه ټنه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۹:۳۵
dr_nngrhar_mhtsbyn_5_tn_mwad_khwraky_ra_az_byn_brdnd.jpg

محتسبینو په ننګرهار ولایت کې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار د مخنیوي او تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د له منځه وړلو په موخه د اړوندو امارتي ادارو په همکارۍ نیږدې پنځه ټنه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي را ټول او له منځه یو وړل.

محتسبینو په دې ولایت کې د اړوندو امارتي ادارو سره په همغږۍ له تجارتي ځایونو او هټۍګانو څخه د څارنې پر مهال پنځه ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غیري خوراکي توکي را ټول او له منځه یو وړل.

ورته مهال محتسبینو له سوداګرو او هټۍوالو سره په اصلاحي ناستو کې ټینکار وکړ، چې په ورځنیو سوداګریزو کړنو کې له سود، احتکار، په ترازو کې له خیانت کولو او هغو ټولو کړنو څخه ډډه وکړي چې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې وي او زیاته یې کړه تر څو معیاري اجناس بازار ته وړاندې شي او په دې برخه کې د تقلب مخه ونیول شي.

د یادولو وړ ده، چې محتسبین په ټول هېواد کې د خپلو کړنو پر دوام په دوامداره توګه له سوداګرو او هټۍوالو سره ناستې کوي چې ور سره په یاده برخه کې د زیاتو ناوړه کړنو مخه نیول شوې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۲۷
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په سمنګان، بلخ، دایکندي، زابل، ننګرهار او تخار ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په دې برخه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۹:۳۵
Background image

ننګرهار کې محتسبینو پنځه ټنه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل

محتسبینو په ننګرهار ولایت کې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار د مخنیوي او تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د له منځه وړلو په موخه د اړوندو امارتي ادارو په همکارۍ نیږدې پنځه ټنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۲:۳۸
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې پنځه ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د بدخشان، غزني، نورستان او جوزجان ولایتونو محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام پنځه ښځې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ور کړي وژغورلې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS