ننګرهار کې د محتسبینو په هڅو له ۵ کلنې شخړې وروسته جومات بېرته د عبادت لپاره پرانیستل شو

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۸:۴۱
jwr_shdn_yk_msjd_dr_nngrhar_athr_akhtlafat_baqy_mandh_bwd.jpeg

د ننګرهار ولایت امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست اړوند د دره‌ نور ولسوالۍ د محتسبینو په هڅو د دوو قومونو تر منځ د مسجد پر سر راپورته شوې هغه اوږد مهاله شخړه حل شوه، چې له امله یې د سیمې یو جومات د تېرو پنځو کلونو راهیسې تړل شوی وو.

جومات چې د مسلمانانو د عبادت او یووالي مهم مرکز بلل کېږي، د اختلافاتو له کبله تر اوږدې مودې پورې د لمانځه او نورو دیني مراسمو پر مخ تړل شوی وو، چې بېرته د محتسبینو په هڅو د قومونو تر منځ را پورته شوې شخړه حل او مسجد د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو.

د یادولو وړ ده، چې په دې ولایت کې محتسبینو تر دې وړاندې هم د قومونو او کورنیو تر منځ را پورته شوې بېلا بېلې دښمنۍ او شخړې حل کړې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

ننګرهار کې د محتسبینو په هڅو له ۵ کلنې شخړې وروسته جومات بېرته د عبادت لپاره پرانیستل شو

د ننګرهار ولایت امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست اړوند د دره‌ نور ولسوالۍ د محتسبینو په هڅو د دوو قومونو تر منځ د مسجد پر سر راپورته شوې هغه اوږد مهاله شخړه حل شوه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۸
Background image

د امر بالمعروف وزارت رهبري د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مرستیال او یو شمېر سیاحتي شرکتونو مسؤولینو سره وکتل

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي په خپل کاري دفتر کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مالي، اداري او ګرځندوی مرستیال مولوي قدرت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۲:۲۸
Background image

بادغیس ولایت کې هغه کس ونیول شو چې د نبوت دعوی یې کړې وه

د بادغیس ولایت د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤولینو د قادس ولسوالۍ اړوند سیمه کې هغه کس، چې د نبوت دعوه یې کوله، نیولی دی.

د مسؤولینو په وینا، یاد کس ادعا. . .

BACK TO NEWS