محتسبینو په نهو ولایتونو کې دوه ویشت شخړې حل کړې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۰:۳۶
mhtsbyn_dr_9_wlayt_22_akhtlaf_ra_hl_krdnd.jpg

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په کاپیسا، بدخشان، دایکندي، نورستان، تخار، بلخ، ننګرهار، بامیان او سمنګانو ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د ګڼو ټولنیزو ستونزو سبب شوې وې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

دا اوږد مهاله شخړې، چې د ټولنیزو ستونزو او ناوړه دودونو له امله رامنځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوې او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه.

د یادولو وړ ده، چې محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې په ټول هېواد کې د سلګونو لویو دښمنیو او وړو شخړو مخه نیولې او په دې اړوند یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS