محتسبینو په بلخ ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۸:۵۳
mhtsbyn_dr_blkh_dw_jadwgr_ra_bazdasht_krdnd.jpg

  د بلخ محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي.

 مسؤولین یې په تړاو وایي: دو تنه هغه کوډګر یې د کوډو له وسایلو سره یو ځای نیولي، چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له ځایي خلکو څخه پیسې اخیستلې او ناروا کړنې یې تر سره کولې، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین  ډاډ څرکندوي، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته غیر شرعي پېشو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

  دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کودګرو پر کړنو له بندیز ووروسته تر دې مهاله زرګونه کوډګر نیول شوي او د شرعي پرېکړو له لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې در ویشت شخړې حل کړې

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په نورستان، بغلان، پروان، سمنګان، تخار ، زابل او کاپیسا ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۸:۵۳
Background image

محتسبینو په بلخ ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

  د بلخ محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۲۴
Background image

امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۰۷) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې له جملې یې (۵۳) د کورني تاوتریخوالي، (۱۰) د میراث، (۱۳) د. . .

BACK TO NEWS