محتسبینو په بلخ او پروان ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي دي

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۴۵
whatsapp_image_2026-10-03_at_8.50.04_am.jpeg

 د بلخ او پروان ولایتونو محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام د یادو ولایتونو په زاری او جبل سراج ولسوالیو کې څلور هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي.

 مسؤولین وایي، چې د سیمې د خلکو له شکایت وروسته یې هغه کوډګر له سحري کتابونو او د کوډو له وسایلو سره یو ځای نیولي چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له خلکو څخه پیسې اخیستلې او ناروا کړنې یې تر سره کولې چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین همدا زار ډاډ څرکندوي، چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۹:۴۰
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د څلورمې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د څلورمې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د (۱۷) ګڼې فرمان د پلي کولو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

بلخ؛ محتسبینو یو تن کوډګر د کوډو له وسایلو سره یو ځای نیولی دی

 د بلخ ولایت محتسبینو په شولګره لسوالۍ کې د خپلو کړنو پر دوام هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۹:۵۰
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په کندهار، بلخ، لغمان او سمنګان ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، ټولنیز سمون، امربالمعروف وزارت د. . .

BACK TO NEWS