محتسبینو د هېواد په (۷) ولایتونو کې (۱۴) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۴۶
mhtsbyn_dr_hft_wlayt_14_zn_ra_njat_dad.jpg

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په تخار، پروان، بلخ، بغلان، نیمروز،غور او ننګرهار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه په یادو ولایتونو کې ۱۴ مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو اود کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له شدید کورني تاوتریخوالي سره مخ وې ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دې.

مسؤلین یې په تړاو وایي: د یادو مېرمنو له جملې، چې ځینې یې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو د ناوړه چلند له امله د خپلو پلرونو په کورونو کې اوسېدلې او بې سرنوشته پاتې وې د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

بلخوا ځایي اوسېدونکي په سیمه کې د ټولو منکراتو او ناوړه پېښو په مخنیوي کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې په سمون کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۷
Background image

د امربالمعروف وزارت له لوري کابل ولایت مقام کې د نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره د قانون د پلي کولو او ګډې همکارۍ په موخه ناسته وشوه

امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نظامي معینیت د کابل ولایت مقام د غونډو تالار کې د د فاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، استخباراتو لوی ریاست، زونونو او ولسوالیو نظامي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۹:۴۰
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د څلورمې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د څلورمې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د (۱۷) ګڼې فرمان د پلي کولو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

بلخ؛ محتسبینو یو تن کوډګر د کوډو له وسایلو سره یو ځای نیولی دی

 د بلخ ولایت محتسبینو په شولګره لسوالۍ کې د خپلو کړنو پر دوام هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو. . .

BACK TO NEWS