د هېواد په غزني، بلخ او هلمند ولایتونو کې پنځه مېرمنې له ناخوښه نکاح ګانو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۲۲
dr_wlayt_ghzny_whlmnd_5_zn_njat_yaft.jpeg

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د هلمند، بلخ او غزني ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال پنځه هغه مېرمنې چې د زیاتو پیسو او ناوړه دودونو له مخې په اجباري توګه په نکاح ورکول کېدلې وژغورلې.

په تړاو یې محتسبین وایي: یادې مېرمنې چې د کورنیو غړو یې غوښتل د هغوی له خوښتې پرته یې د زیاتو پیسو او ناوړه دودونو له امله په جبري توګه په نکاح کړي، چې د شرعي حق د ورکړې په موخه یادې مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورل شوې.

مسؤلین زیاتوي: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: (هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي).

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث سلګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۴۳
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې اووه ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، غور، لغمان او نورستان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اووه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۲۷
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي ولایتونو ته د رسمي سفر په لړ کې د جنوبي ولایتونو له دیني عالمانو، مسؤلینو، متنفذینو او قومي مخورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۳۸
Background image

محتسبینو په بغلان او بلخ ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي دي

د بلخ او بغلان ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال څلور هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په. . .

BACK TO NEWS