د زابل په مرکز او ولسوالیو کې محتسبینو اووه شخړې حل کړې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۱۱
dr_zabl_hft_akhtlafat_hl_shd.jpg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل ولایت محتسبینو په مرکز قلات او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د پیاوړي کولو په موخه  د کورنیو تر منځ اووه شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

محتسبین وایي: د قومونو تر منځ د یووالي په برخه کې به هېڅ راز هڅې و نه سپموي او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي، چې قومي او ژبنۍ دښمني وپالي.

محتسبینو ورته مهال له ځایي خلکو سره د ولسي ناستې پر مهال له دیني عالمانو، قومي مخورو  او ځایي خلکو وغوښتل، چې د ورته ستونزو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنې ستاسي او له هغوی غواړي، چې په ټولنه کې د منکراتود مخنیوي تر څنګ د شته ناخوالو ، شخړو او دښمنیو د مخنیوي په موخه خپلې کړنې لا نورې هم ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۴۳
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې اووه ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، غور، لغمان او نورستان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اووه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۲۷
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي ولایتونو ته د رسمي سفر په لړ کې د جنوبي ولایتونو له دیني عالمانو، مسؤلینو، متنفذینو او قومي مخورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۳۸
Background image

محتسبینو په بغلان او بلخ ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي دي

د بلخ او بغلان ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال څلور هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په. . .

BACK TO NEWS