د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر د غربي نورستان جهادي مدرسې په فراغت‌غونډه کې ګډون  وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۳۳

په غربي نورستان کې د جهادي مدرسې څخه د (۳۶) فاضلانو او د شپږو تنو حافظانو د فراغت په وياړ غونډه، د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي، د جهادي مدارسو عمومي رئیس شیخ الحدیث عبدالواحد طارق، د نورستان مرستیال والي مولوي فیصل مختار او ګڼ شمېر مسؤولینو په شتون کې ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د جهادي مدارسو عمومي رئیس ګډون والو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله پیغام وړاندې کړ چې په ترڅ کې یې د اسلامي تعلیماتو، د دیني مدارسو او د ټولنې لپاره د ټولو ضروري زده‌کړو پر ارزښت ټینګار وشو.

ورپسې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې اسلامي زده‌کړې د ټولنې د بنسټ ډبره ده او د وخت د ضرورت موافق علوم د اسلامي تمدن د بقا او پرمختګ لپاره مهمه ونډه لري. ښاغلي الحنفي صاحب همداراز د یادې مدرسې د ښوونکو او مسؤولینو هڅې وستایلې او د جهادي مدارسو شتون یې د اسلامي تعلیماتو د ودې لپاره اړین وباله.

د غونډې په ترڅ کې نورو ویناوالو هم د فارغانو کورنیو ته د فراغت مبارکي ورکړه او د مدرسې د مسؤولینو او ښوونکو قدردانی یې وکړ چې د اسلامي اصولو په رڼا کې یې زده‌کوونکي په سالمه توګه وروزل او ټولنې ته یې د خدمت لپاره وړاندې کړل.

هېره دې نه وي چې د غونډې په پای کې فارغ شویو زده کوونکو ته د فضلیت دستار ور په سر شو او د تصدیق ليکونو په ورکړې وستایل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۶
Background image

محتسبینو د هېواد په اتو ولایتونو کې (۱۷) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په خوست، تخار، پروان، ارزګان، کابل، بلخ، بغلان او زابل ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۳۷
Background image

غزني کې محتسبینو (۱۵) کلنه نجلۍ (۶۰) کلن کس ته له ور کولو وژغورله

 د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په مقر ولسوالۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۸:۵۲
Background image

د هېواد په اتو ولایتونو کې (۲۱) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په زابل، تخار، هلمند، ننګرهار، کندز، بغلان، بدخشان او لوګر ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه. . .

BACK TO NEWS