د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ‌الحدیث الحاج مولوي محمد خالد حنفي، نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له یو شمېر قومي مخورو  مشایخ عظامو او علماء کرامو سره وکتل.

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۵۷
dydar_wzyr_sahb_ba_bzrgan_wlayt_nwrstan.jpg

په دې لیدنه کې وزیر صاحب راغلو قومي مخورو مشایخو او علماوو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل چې قومي مشران مشایخ او علما د ټولنې په اصلاح، د خلکو د ستونزو په حل او د ولس او ادارو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې مهم رول لري. نوموړي زیاته کړه چې له قومي مخورو او علماوو سره ناستې او د هغوی له لارې د ولسونو د ستونزو او غوښتنو اورېدل د وزارت له مهمو چارو څخه دي.

ورپسې د نورستان ولایت قومي مخورو او علماوو د خپلو ولسونو په استازیتوب د سیمې یو شمېر حقوقي او ټولنیزې ستونزې له وزیر صاحب سره شریکې کړې او د حل په برخه کې یې د وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

وزیر صاحب د هغوي د ستونزو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړ چې یادې ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکې او د حل په موخه به یې لازم او کوټلي اقدامات ترسره شي. نوموړي همداراز د ولسونو د مشروع غوښتنو د تعقیب او د ستونزو د حل په برخه کې د وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS